محمد فیصل
هند د اسیا یو لوی اقتصادي قوت دی. هند غواړي خپلې سوداګریزي اړیکې نورې هم پراخه کړي.
هند له افغانستان او د مرکزي اسیا هیوادونو سره سوداګرۍ ته ډیر لیواله دی او همدا لامل وو چې په ۲۰۱۶ کې یې له افغانستان سره یو ځای د ایران چا بهار بندر تړون لاسلیک کړ.
تازه هند له ایران سره یو بل لس کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هند په چا بهار بندر کې ۳۷۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي.
امریکا د دغه کار مخالفه ده، خو هند د خپلو ګټو له پاره د امریکا د مخالفت پروا و نه کړه.
د تړون له مخې هند په چا بهار کې سړکونه جوړوي چې د دې سړکونو له امله به چا بهار د سوداګرۍ په مرکز بدل شي.
هند په چا بهار کې د پانګونې له لارې غواړي چې د پاکستان ګوادر کې د چین له لوري جوړیدونکی بندر ناکام کړي.هند غواړي په دغه کار سره په سیمه کې خپل نفوذ لوړ او د چین هغه راکم کړي.
چا بهار بندر هند، ایران، افغانستان او مرکزي اسیا سره نږدې کوي او پر پاکستان یې تکیه بیخي راکموي.چا بهار په وچه کې د ایسار کمزوري افغانستان د اقتصاد له پاره ډیر ګټور دی.
اوس مهال د افغانستان د سوداګرۍ ډیره تکیه پر پاکستان ده، خو پاکستان وخت نا وخت د سوداګرۍ برخه کې ستونزې جوړوي.
د چا بهار له لارې سوداګرۍ سره افغانستان له دغو ستونزو خلاصیږي.
افغانستان هم د چا بهار له لارې سوداګرۍ ته لیواله دی او د همدې موخې له پاره افغان حکومتي مشرانو او سوداګرو چا بهار ته سفرونه کړي دي.
یو خوا چین ته د واخان دهلیز جوړیدل او بل خوا د چا بهار له لارې هند ته د افغانستان نږدې کیدل کولی شي افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو خلاص کړي.