د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالی وزیر په یوه رسمي سفر قطر ته تللی دی، تر څو هلته د مېشتو افغان کاریگرو د ستونزو په اړه له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کار او ټولنیزو چارو چارسمبالی وزیر ملا عبدالمنان عمري د یو حکومتي پلاوي په مشرۍ د قطر شاهي دولت په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی.: «په دغه سفر کې به د کار او ټولنیزو چارو وزیر د قطر د کار له وزیر او چارواکو او مسوولینو سره په هغه هېواد کې مېشتو افغان کاريگرو ستونزو ته د قانوني لاروچارو او قطر ته په قانوني توگه د ماهرو افغان کاریگرو د لېږلو په تړاو د هغه هېواد له مسوولو چارواکو سره خبرې وکړي.»
معلومه نه ده چې اوسمهال په قطر کې څومره افغان کاریگر بوخت دي او کوم کارونه کوي؛ خو په خلیجي هېوادونو کې زرگونه افغان کاریگر په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
په هېواد کې د اوږدې جگړې له امله مېلیونونه افغانان اړ شوي، چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ولاړ شي.
اوس هم په ایران، پاکستان او ترکیه کې زرگونه افغان کاریگر کار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغان حکومت په کور دننه کارخونې ډېرې کړي؛ نو افغان ځوانان به خپله انرژي د خپل هېواد په بیارغونه او پرمختگ کې ولگوي او نورو هېوادونو ته به د کار لپاره نه اړ کېږي.