د هرات د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداگریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر پیل شي.
د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس محمد نسیم محمدي په هرات کې یوې خبري ناستې ته ویلي، تر راتلونکې کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به له روزنک تم‌ځای څخه د هرات ـ خواف بندر له لارې د سوداگریزو توکو لېږد رالېږد پیل شي.:«د راتلونکي لمریز کال په لړ کې به د ایران-افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۵۰۰ زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي.»
ده وویل، اوس سوداگر کولی شي چې د هرات ـ خواف بندر له لارې په مالیاتي تخفیف سره له افغانستان څخه خپل سوداگریز توکي چابهار بندر، بندر عباس او د ترکیې تر پولو صادر او وارد کړي.
محمدي وویل، په راتلونکي پسرلي کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د مسافرو تگ راتگ هم پیل شي. :«د روزنک اوسپنې پټلۍ تم‌خای څخه به ايرانی شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه سوداگریز توکي او ۱۰۰ زره مسافرين لېږدوي.»
افغانستان اوسمهال له ایران او ترکمنستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول شوی، چې هره ورځ پرې سلگونه ټنه سوداگریز توکي لېږد او رالېږدول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version