د هرات ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې مسولین وایي، چې د معتادینو د راټولولو د پروسې له پیله تر دې وخته لس زره تنو معتادینو درملنه شوې ده.

د هرات ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیات الله روحاني وایي، چې دغه اشخاص د معتادینو د راټولولو د پروسې د پیل سره سم په څو مرکزونو کې تداوي شوي، نشه یي توکي یې پریښي او روغ رمټ خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.

ښاغلي روحاني زیاته کړې، چې د نشه یي توکو د ترک په مرکزونو کې د یادو اشخاصو د درملنې په موخه د ورزش ترڅنګ له بېلابېلو مهارتونو څخه ګټه پورته شوې ده.

نوموړی وايي چې اوس مهال د هرات ولایت په یاد برخه کې صفر درجې ته را ښکته شوی او دلته اوس معتادین وجود نه لري؛ هغه اشخاص چې له ایران څخه دې ولایت ته راځي او یا هم راشړل شوي وي او په نشه یي توکو اخته وي، د معتادینو د درملنې د مرکزونو د کارکوونکو لخوا د درملنې په موخه مرکزونو ته راوړل کیږي، څو درملنه یې وشي.

مولوي حیات الله روحاني وايي، چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ یې دغو اشخاصو ته د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې، چې دا مهال ۳۰۰ تنه په حرفوي زده کړو مصروف دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version