د فلسطین د پوهنې وزارت مسولین وایي، چې په غزې تړانګې کې د اسرائیلو د یرغل له پیله تر دې وخته ۸ زره زده کوونکي شهیدان شوي او ۱۲ زره نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د پوهنې وزارت ویاند “صادق الخضور” ویلي، چې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۳۵۰ تنه ښوونکي هم شهیدان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په غزه کې تر ۹۰ سلنې زیات ښوونځي ویجاړ شوي او ۶۳۰ زره زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ څخه محروم شوي دي.

وروستي معلومات ښيي، چې په غزې تړانګه کې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي.

رسنۍ وایي، چې د دغو قربانیانو زیاته برخه ښځې او ماشومان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version