د هرات ځايي مسوولین وايي، د هرات پولیسو له روزنېز مرکز څخه په یوه ښوونیزه دوره کې د کمپیوټر او ادارې په برخه کې ۱۲۸ تنه منسوبین فارغ شول.

د هرات امنیه قومندانۍ اداري مرستیال سعدالله سعدي وايي، د هرات ۱۲۸ پولیسو ته یې د کمپیوټر او ادارې په برخه کې لنډمهاله زده‌کړې ورکړې دي، چې په اداري برخو به په دندو وگمارل شي.

د ښاغلي سعدي په خبره، فارغ شوو ته یې د فراغت سندونه او تصدیق‌پاڼې ورکړي دي.

د هرات امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، هڅه کوي چې په نظامي برخه کې وړ خلک په دندو وگماري، چې هم له ادارې سره بلد وي او هم یې د کمپیوټر ځینې پروگرامونه زده وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version