د هرات د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي سږ کال په هرات کې د شاتو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

او په وينا یې، د کال په لومړیو کې موسمي بارانونو د مچیو ساتنې فارمونه ښه کړي دي.

بلخوا بيا د هرات د مچیو د پالونکو اتحادیه وايي، په پام کې لري، چې سږ کال شاوخوا ۱۵۰ ټنه شات راټول کړي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د سږ کال په لومړیو کې د موسمي ورښتونو له امله د شاتو حاصلات زیات شوي او د حاصلاتو کیفیت یې ښه کړی دی.

په هرات کې د شاتو مچیو پالونکي وايي، تېر کال یې له ۱۰۰ ټنو څخه کم شات راټول کړي وو، خو سږ کال د شاتو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي خو؛ دوی د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته او وارداتي شاتو له شتوالي څخه هم خپله اندېښنه څرګندوي.

د يادونې وړ ده چې په هرات کې تولید شوي شات یوازې په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي او تر ډېره بريده په کور دننه د شاتو اړتيا پوره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version