د هلمند ځايي امنیتي مسوولین وايي، د هلمند امنیه قومندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په باغران ولسوالۍ کې ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، یاده کارخونه د باغران ولسوالۍ په قره‌باغ سیمه کې وه، چې پکې ۹۰۰ کیلو غټ او میده ومان ونیول شول.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، په یاده کارخونه کې ۱۴ بېلرونه، ۳ گازډبې، ۲ ستلونه، ۴۰ لیتره ډېزل، یوه ژرنده او ۹۰۰ کیلو غټ او میده شوي ومان د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوي دي.

د حقاني په خبره، له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د ورته نشه‌يي توکو کارخونې او نشه‌يي توکو نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

ومان یو بوټی دی چې د افغانستان په غرنیو سيمو کې خپله راشين کېږي او په وروستیو کلونو کې د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

له ومان بوټي څخه تر پروسس وروسته د ايفیډرين په نوم خالص مواد جوړېږي چې د کېمياوي موادو پر ځای د ښيښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځينې اخيستل کېږي.

د ملگرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې د کېمياوي موادو پر ځای د ومان بوټي کارول له ۲۰۱۹ کال راهیسې پيل شوي او آن دا چې ايران ته هم قاچاق کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، په ټول هېواد کې د ومان بوټي کرل او پلور بند کړی دی او دغه بوټی یې هم د نشه‌يي توکو په نوملړ کې راوستی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version