دي صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د راتلونکې پنجشنبې او جمعې(غويي ۶مه او ۷مه) په کابل کې د افغانستان ـ قزاقستان ترمنځ گډ نندارتون جوړېږي، چې د دواړو هېوادونو محصولات به پکې نندارې ته وړاندې شي.

یاد وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه نندارتون د کابل په حضوري چمن سیمه کې جوړېږي او د پنجشنبې ورځې د غرمې له دولسو بجو وروسته د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، وچې او تازه مېوې او لاسي توکي شامل وي.

د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د کرنې وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره او په هېواد کې گڼې نورې ادارې وخت ناوخت نندارتونونه جوړوي او خپل تولید شوي توکي د لیدونکو لپاره وړاندې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version