د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۱۵عزم قول اردو د هلمند په مرکز لښکرگاه کې گڼ شمېر سپکې او درنې وسلې نیولې دي.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د لومړۍ پلې بدري لواء د کشفي او استخباراتي منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ د هلمند مرکز لښکرگاه ښار اړوند بولان په سيمه کې د تصفيوي عملياتو پرمهال گڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او نظامي تجهيزات ونیول شول.

«په دغو عملیاتو کې ۳ ميله کلاشينکوف، ۱ قبضه راکټ، ۱ ميل پيکا، ۲ ميله M16، يو چيرکي هاوان، ۱۶ لاسي بمونه، ۳ پايې مخابرې، يو قاب د شپې دوربین او گڼ شمېر بېلابېل ډول نظامي تجهيزات شامل وو، لاس ته راغلي دي.»


په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې د یادو وسلو په تړاو یې څوک نیولي او که‌نه.


د تېرې چهارشنبې په ورځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د نهمې سرحدي لواء سرتېرو له لوري د وسلو یوه ډیپو کشف شوې وه، چې ۲۱ میله کلاشینکوف، یو میل M4، درې میله روسي پیکا، ۹ قبضه راکټ، ۱ پایه زیکویک، ۱میل هاوان، ۱میل ۸۲ توپ، ۳۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۸ صندوق د زیکویک مرمۍ، ۹ قبضه لاسي بمونه، ۵ پایه مخابرې، ۲ قابه دروبین او ۲۴عدده چانټې شاملې وې، امنیتي کسانو لاسونو ته ورغلې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version