د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي هند ته د سفر پرمهال، له خپل مل پلاوي سره د دغه هېواد د درملو صادراتو د پراختیا ټولنې له غړو سره لیدلي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې لیدنه کې دواړو لوریو د درملو پر ورداتو، د درملو پر کیفیت لوړولو، د درملو په سکټور کې پر پانګونې او د درملو د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې هندي لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د سوداګرۍ پراختیا مهمه بللې او دغه راز یې افغانستان کې د درملو د تولیدي کارخونو جوړولو او دې برخه کې ګډې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په نږدې راتلونکې کې به یو هندي پلاوی افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د ارزونې او د درملو د تولید کارخونو جوړېدو په تړاو خبرو اترو لپاره کابل ته راشي.
