د هندوستان مشهورې ورځپاڼې هندوستان ټایمز په خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال خبري غونډې ته ویلي، چې هېواد یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر بیا ځلې پیلوي، چې دې سره به هند ته د افغانانو سفر کول اسانه شي.
جیسیوال همدا رنګه زياته کړې چې د کابل او ډیلي ترمنځ اوږدو تاریخي اړیکو ته په اشارې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام خبره هم کړې ده.
هندوستان ټايمز ورځپاڼه زياتوي چې د هند د بهرنيو چارو وزارت یو عملیاتي ټیم افغانستان ته رسیدلی او ژر به افغانانو ته د اوږدو کلونو ځنډ وروسته د ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل شي، هند افغانستان خپل تاریخي دوست هیواد بللی دی.
موده وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په یو لړ څرګندونو کې ویلي وه، چې افغانستان سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي او دغه راز د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي، د هند هغه دریځ چې د اسلامي امارت له تود هرکلي سره هم مخ شوی وه.
هندوستان دا ګام داسې مهال اخلي چې تازه ترکمنستان هېواد هم د افغانستان شارژدافير په دغه هېواد کې په رسمي توګه ومانه.