د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او تر ۲۰۰ ډېر لادرکه شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو لهمخې، د کشمیر سروزیر عمر عبدالله دا پېښه «بده تراژیدي» بللې او ویلي یې دي، چې د ژغورنې هڅې دوام لري.
ورته مهال د کشمیر د بېړنیو پېښو ادارې ویلي، چې تر اوسه ۱۵۰ تنه ژغورل شوي، چې له دې ډلې ۵۰ تنه په ناوړه روغتیایي حالت کې قرار لري. چارواکو خبرداری ورکړی، چې کېدای شي د مړو شمېر لا ډېر شي.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم د هند په اوتراکنډ ایالت کې سېلابونو او ځمکښویېدنو له امله تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي وو.