راپورونه وایي، ‏هند د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کال بودېجه کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۱۵۰۰ میلیونه هندي روپۍ ځانګړې کړې دي.

د دغه هېواد نوي مالي کال بودجه کې له افغانستان سره د دغه هېواد مالي مرسته له ۱۰۰۰ میلیونو څخه ۱۵۰۰ میلیونو روپیو ته لوړه شوې.

د هندي بېزنېس سټنډرډ ورځپاڼې د راپور له مخې نوي ډيلي خپلو نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم بودجه ځانګړې کړې خو له بنګله‌دیش لپاره یې مرسته کمه کړې ده.

د یادونې ده، چې هند سږ کال له افغانستان سره په روغتیایي برخو کې هم مرستې کړي چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون ډالرو ته رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version