د رئيس الوزراء له لوري د هېواد ټولو ادارو او ولایتونو ته په تازه حکم کې لارښوونه شوې چې له نن وروسته خلکو ته د کورونو او ودانیو د جوړولو د اجازې ورکړه عاجله او اسانه کړي.

د حکم له مخې، هغه کسان چې غواړي کور جوړ کړي، کولای شي د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، د معاملاتو رهنما یا عرفي سند او د مسجد د امام له تایید وروسته په عاجله او اسانه توګه د کور جوړولو اجازه ترلاسه کړي.

په حکم کې امنیتي ځواکونو جدي لارښوونه شوې، چې په دې برخه کې دې د خلکو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او د کارونو د اسانتیا لپاره دې همکاري وکړي.

په همدې حال کې ښاروالیو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره هغو خلکو ته د کور جوړولو اجازه ورکړي چې قانوني اسناد لري.

پر دې سربېره د اراضۍ ادارې ته دنده سپارل شوې، چې د یوې میاشتې په موده کې د ځمکو نقشې ښاروالیو ته وسپاري او ښاروالۍ باید په همدې موده کې تاریخي او ممنوعه سیمې مشخصې او تثبيت کړي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې هېوادوال تر دې وړاندې د کورونو او ودانيو جوړولو د اجازې اخیستو په برخه کې له يو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version