واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې دوه اوونۍ وړاندې له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په یوه ټلیفوني تماس کې د اوکراین د جګړې د راتلونکې او د دې هېواد ختیځې سیمې «دونتڅک» د برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
راپور زیاتوي، پوتین په دې تماس کې له ټرمپ څخه غوښتي چې پر اوکراین فشار راوړي څو د دونتڅک سیمې د بشپړ کنټرول له دعوې تېر شي.
دونتڅک له ۲۰۱۴م کال راهیسې د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړو اصلي محور پاتې شوی، چې تر ډېره یې خلک په روسۍ ژبه خبرې کوي.
واشنګټن پوسټ د دوه امریکایي چارواکو له قوله ویلي، پوتین اوس هم پر دې ټینګار کوي، چې دونتڅک باید په بشپړه توګه د روسیې تر ولکې لاندې راشي، چې دې غوښتنه د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.