عبدالله زاهد
دوستم د افغانستان په شمال کې د قزاق پلار او ایماق مور څخه زیږیدلی دی.په منځۍ اسیا کې د تزاري روس د تاړاکونو له امله د هغه ځای دین دوسته مسلمانان دې ته اړ سول، چې گاونډي هېواد افغانستان ته پناه راوړي، د مهاجرت دا لړۍ همداسې له ۱۹مې پېړۍ څخه نیولې تر ۲۰مې پېړۍ پورې روانه وه، چې د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د توردي کورنۍ هم د افغانستان پر طرف مخه کړه او د خواجه دوکوه په سیمه کې اباد شول.تر 1930 ميلادي کاله پوري دا کورنۍ په دې وتوانېده چې د یو خټین کور سره_سره یوه ټوټه ځمکه هم ترلاسه کړي، د شلمې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې له یوې اوزبکې مور څخه په خواج دوکوه کې یو ماشوم پيدا سو چې نوم يې پرې عبدالرشيد کښېښود. د امو سیند ورها خوا ازبک مهاجر توردي ( د دوستم غور نیکه) د 1930 ميلادي کال په وروستیو کې ومړ، چې د مړینې پر وخت یې 20 تنه د کورنۍ غړي په افغان خاوره کې پرېښودل.عبدالرشيد دوستم د عبدالرحيم زوی د جوزجان ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زېږېدلی، چې تر شپږم ټولګي پورې يې زده کړي دي. په لومړيو کې يې د پلار سره په کرونده کې کار کاوه، خو په 1358 لمريز کال کې يې د شبرغان ولايت د غازو او تیلو په کان کې د مزدور په توګه دنده تر لاسه کړه.نوموړي ته به خپلو دوستانو د دوستم يعني ملګري خطاب کاوه، ځکه په همدې نوم مشهوره سو او وروسته يې بيا همدا (دوستم) ځان ته تخلص غوره کړ، چې درې کاله وروسته له مزدورۍ څخه یې د پرچميانو اجيرۍ ته ځان و رسوی. د ده ظلم او وحشتونه د ده د شهرت سبب سوه چې له سربازۍ څخه د ټولۍ قومندان او ورپسې د ولايت منشي او بيا د بريد جنرال په لقب ونازول شو؛ ځکه د کمونيستانو همدغسي د کرايې قاتلان او وحشيان په کار وه تر څو افغان مظلوم ولس پرې قتل کړي او د پيسو بدل کې و ليلن ته سر ټيټ کړي. دوستم او ډلي يې د تاريخ په اوږدو کې دومره ظلمونه کړي چې قلم يې د لیکلو څخه عاجز دی، چې زه به يې د يو څو ظلمونو يادونه درته کوم:په 1372 لمريز کال کې د دوستم ډلې (جنبش) له جمعیت ګوند سره د مزارې شريف د نيولو پر سر جګړه وکړه، په سلګونو بې ګناه کسان يې قتل عام کړه، مالونه او کورونه یې لوټ او په پنځوسو ښځو يې جنسي تېری وکړ.په 1374 لمريز کال د سنبلې پر دوه ويشتمه د بلخ ولايت د شلګري سيمې اوسيدونکي چې د دوستم له ظلمونو څخه تنګ راغلي وه او غوښتل یې د دوستم ځايي قومندان ته سزا ورکړي، د دوستم ډلې پرې بريد وکړ؛ د نارينه وو تر وژلو وروسته يې پر نهه ويشت ښځو جنسي تيری وکړ او وروسته يې ووژلې، وژل شویو کې د زانګو ماشومان هم وه.په 1375 د ثور پر نهمه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د دوستم ډلې او اسلامي حزب تر منځ د تاشقرغان په خلم ښار کې جکړه وسوه، د جګړې په پايله کې يې دوکانونو ته اور ورته کړ او په سلګونو بي ګناه خلک يې ووژل.په 1376 لمريز کال د وري پر څوارلسمه دوستم او ډلې يې د ګل سرخ ميلې څخه پنځه ويشت انجونې و تښتولې او ورسره له جنسي تيري کولو وروسته يې ټولې انجونې و وژلې.تر ټولو ستر وحشت يې په 1380 لمريز کال د ليلې دښتې (دشت ليلي) کې 3000 پښتانه بنديان د دوستم او ډلې له خوا ژوندي په ځمکه کې ښخ کړل سول، او په لوډرونو يې پرې خاوري را واړولې.په 1382 لمريز کال د ميزان پر څلورمه د دوستم باډي ګارډ قومندان محی الدين له خوا د يوه روزنتون څخه يوه اته کلنه انجلۍ وتښتول سوه، د جنسي تيري وروسته یې د شبرغان په جنګل باغ کې ووژل.په 1386 لمريز کال د قوس پر لسمه دوستم او ډلې يې د سرپل ولايت د سید اباد ولسوالۍ کې، پنځوس د اسحاقزو پښتنو کورنۍ په زور له سيمې څخه و ايستل، مالونه يې ترې لوټ کړل او پنځه سوه زره جريبه ځمکه يې ترې غصب کړل؛ خلک يې و وژل او وروسته يې په سپيو وخوړل.له پورتنيو وحشتونو سيوا هم دوستم په زرګونو قتلونو، باج اخيستلو، غلاوو، چور، زنکه بازۍ او نورو جرمونو کې شکېل وه. دوستم په نشو او تماشو کې هم ښه پوره او پوخ ريکارډ لري، همچنان يې ملېشې په قتل ، غلاوو، چور، زنکه بازۍ، بچه بازۍ کې خاص مقام لري، دا خو پرېږده له ده او ملېشو څخه يې سپين ږيري هم نه دي خوندي.د جنبش ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي ادعا کړې وه چې جنرال دوستم له وهلو ټکولو او په مرګ له ګواښلو څخه وروسته پنځه ورځې د جنرال دوستم په شخصي زندان کې په بربنډ حالت کې ساتلی وو.احمد ایشچي وايي: «د جنرال دوستم لاس مې ونیو او مخ مې يې ښکل کړ؛ له همدغه ځای څخه یې په ښکنځلو پیل راته وکړ او ويې ویل چې زه پوهېږم چې زوی دې څه کار کوي او ته په خپله څه کوې؟ او ويې ویل چې اوس تا د آس تر پښو لاندې واچوم او وزلوبه در باندې وکړم څه کولای شې؟ چې و دې وژنم څوک دې پوښتنه راڅخه کوي؟ و خپلو کسانو ته یې وویل چې دی راچپه کړئ! هغوی زه راغوځار کړم او ده پخپله پښه زما پر ستوني کښېښوده. »احمد ایشچي زیاته کړه: «ښايي چې باور ونه کړئ او د خندا به وي خو دوستم وویل لومړی زه پخپله له ده سره یو لواطت کوم؛ او زياتوي چې په څلور تنو یې زما لاس او پېښې ونیولې، زما جامې یې راپورته کړې او لس دقیقې یې زه کښته پورته کړم او ويې ویل چې عکس مو سم اخیستی؟ هر کله چې يې زما خبره نه منل او زما له حکم څخه یې سرغړونه کول فلم یې ور وښياست او لاړ؛ په تګ، تګ کې يې ستار ته ور ږغ کړه، او ويې ویل چې ستا په ګډون لس کسان له ده سره لواطت وکړئ ترڅو مقعد یې څيرې او وینې ځینې وبهېږي، وروسته يې له وینو څخه انځور واخلی او ما ته یې راښکاره کړئ.»د پيرم قل وحشتونه:پيرم قل چې په قوم ازبک دی تر دې مخکې له اسلامي جمعيت سره وو خو د ټاکنیزو منډو ترړو څخه يو کال مخکې کله چې دوستم کمزوری شو پيرم قل يي قانع کړ چې له ده سره يو ځای شي؛ نوموړي په تخار کې د رستاق په ولسوالۍ کې چې ډيری اوسيدونکي يي تاجکان دي په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، لواطت، زناوو او په زوره يوه ته د بل د لورانو په ودونو پيل وکړ؛ کله چې هغه وخت په ډېرو ولايتونو کې د سیمه ایزو پولیسو تشکيلات منظور شول هغه وخت د روستاق ولسوالۍ امنيت په قصدي ډول د پيرم قل کسانو خراب کړی وو او تر نورو مخکې يي کورونیو چارو وزارت ته د سیمه ایزو پوليسو د پنځه سوه کسيز تشکيل وړاندیز وکړ، چې تشکيل يي ومنل شو خو پيرم قل دا تشکيل د سيمې د خلکو د امنيت په خاطر نه بلکه د خپلو وحشتونو، غلاوو، زناوو، لواطتونو او نشه يي توکو د قاچاق د مشروعيت او په تخار کې د عوامو د وژلو په خاطر منظور کړ، چې د تېر حکومت تر پايه په همدې نامه يو نيم زر کسه ناقانونه مسلح کسان د تخار په رستاق او ځينې نږدې سیمو کې فعاليت کوي، خو الحمدلله چې د طالبانو په راتګ سره يې نوم و نښان ورک سو.د سيمې خلک وايي چې نه يوازې پيرم قل بلکه څو زامن يې هم په سیمه کې په جنسي تيریو او لواطتونو کې لاس درلود، پيرم قل چې څو وارې يې د خالي سلاح هڅه شوې وه ولې دا چې دوستم يې ملاتړ کوی او په شمال کې عملا د اسلامي جمعيت او جنبش تر منځ ستونزې وې هيڅوک بريالي نه سول چې دا وحشي صفته انسان خالي سلاح کړي. داسي انځورونه هم هغه وخت راووته چې پکې د پيرم قل او دوه زامن يې زناوو کې مبتلا وه. دوستم تر ټولو زیات هغه وخت مشهور سو چې د لیلې دښتې او جنګي کلا وحشتونه یې ترسره کړه، هسې خو دغه وحشي تر دغو پېښو وړاندې هم په شمال کې د پښتنو په قتل عام کې تر نورو فاشیستانو او قومپالانو وړاندې و، مګر د جنګي کلا او لیلې دښتې د تاریخي جنایاتو له ترسره کولو وروسته یې شهرت زیات سو او د دې شهرت لپاره تر ټولو ډېر کار امریکایي رسنیو ترسره کړ، ځکه چې د شوروي بلاک له دړې وړې کېدو وروسته یې د سي آی اې سره لارې جوړې کړي وې، چې لا هم تر اوسه د غرب ډول ته په نڅا دی. عجيبه خو دا ده چې کمونيست وو د روسانو ډول ته نڅېدی، بيا چې کله روسان مات سوه او د نجيب نظام نسکور سو نو د شمالي ټلوالې سره ملګری سو او د حزب مقابل ورسره جنګېدی. ياد ساتئ چې دغه وحشي، ظالم او بې سواده جنرال ډاکټر نجيب راپورته کړ، د جوزجان منشي يې انتخاب کړ خو د تقدير فيصلو ته بيا ګوره چې کله روسان مات سوه او د شرمنده ماتې سره لاړه، د نجيب نظام نسکور سو او غوښتل يې هند ته وتښتي ځکه کورنۍ يې ټول هند ته لېږلې وه خو د همدې دوستم ملېشو د دوستم په امر له ميدان هوايي څخه را وګرځوی، ورته يې ويل چې ته ځې موږ چاته پرېږدې؟چې موږ نه يو تللي ته هم نه سې راڅخه تللای، هغه وو چې ده بيا د بين الملل دفتر ته پناه يووړه، تر هغو چې طالبانو ټوپک سالاران سره راټول کړه، کولاب او پاکستان ته هغه ټوپک سالاران وتښتېده يا غارونو کې پټ سوه او کابل طالبانو ونيوی، نجيب يې د خپل عمل په سزا و رسوی. د جنګي کلا او د دښت ليلې وحشتونه يې بيا د CIA د نوې دوستۍ او د هغوی د خوشحالولو لپاره وکړه تر څو پرې د پوره غلام باور وکړي او ځان ته يې نږدې کړي، چې يو ځلي بيا د افغانانو د قتل عام سند ورکړي او په دې قتل عام کې ورسره مرسته وکړي، چې تر ننه همغه امريکايي ډول ته په نڅا دی. د حامد کرزي او اشرف غني په دور کې ټولو غربي رسنيو ورته لابي کول، اتل او قهرمان او شل رنګه القاب يې کارول. يو وخت چې د تورخم پر باډر جګړه سوه نو رسنيو آوازې خپرې کړې چې دوستم د پاکستان د پوځ مقابل جګړې ته ځي، خو هر څه دروغ سوه ځکه دی يواځې پر مظلومانو غښتلی دی او هيڅکله يې پر کوم بهرني نه ده، نه يې هم ملېشو ټک کړی، بلکې همېش يې پر مظلومانو ظلمونه کړي او بل د آی ايس آی سره يې هم پټې اړيکې خورا ټينګې دي، نو په داسې حال کې جګړه ورسره بيخي ليري خبره ده. بل غيرتمن او وحشي کې بلها فرق وي، وحشي پر مظلومانو غښتلی وي، ظلمونه او وحشتونه پرې کوي خو که زور پرې راسي نو ميدان پرېږدي لکه ده چې هر وخت د طالبانو مقابل ميدان پرې ايښی او اوس هم بهر تښتېدلی، د طالبانو له راتګ سره غورځېدلی بيا له هغه ځايه کله د شمالي ټلوالې په جامه کې راغورېږي او کله بيا کومه بله د جاسوسۍ او وطن فروشۍ جامه کې. اما يو غيرتمن کس بيا د مظلوم دفاع کوي، خو د ظالم مقابل بيا سخته جګړه کوي، سر ورکوي خو ميدان هيڅکله نه پرېږدي. لکه څنګه چې مې وويل چې دی د شمال پر مظلومو پښتنو غښتلی وو، خو که رښتيا يوه زره غيرت پکې وای نو تېر حکومت کې به کندهار يا هلمند ته راغلی وای، يا به د طالبانو د حکومت په راتګ سره له ملکه نه تښتېدلای. عجيبه لا دا چې يو وخت کمونيست وو او ليلن ته يې سجده کول، خپل له ولس څخه يې سرونه پرې کول او د ليلن قدمونو کې يې ايښودل، د ډاکټر نجيب چاپلوسي يې کول خو بيا د ټوپک سالارانو يو طرف شمالي ټلوالې سره يو ځای سو او په يوه سنګر کې ورسره د حزب اسلامي مقابل جنګېدی او د همغه روسانو په اشاره يې ټوپک سالارانو منځ کې لا اور تازه کړ؛ بيا چې امريکا يرغل وکړ نو ډيموکرات سو او ډيموکراسۍ ته د خدمت په نامه، د سي آی اې د خوشحالولو په پار يې وحشتونه کول، او اوس بيا ځلي د شمالي ټلوالې سره يو ځای سوی او د افغانستان د موجوده نظام مقابل يې بغاوت او شمالي ټلوالې لمن کې يې ځان اچولی.له دې څخه يو اخذ کولای سو او هغه دا چې دی يو د کرايې جنګسالار، پردی مهاجر، د افغانانو قاتل، د هر پردي يرغلګر جاسوس او د پيسو لپاره يې هر څه کول او کوي يې، پيسه يې هر څه بللې، ايمان، انسانيت او هر څه يې د پيسو مقابل خرڅ کړي وه او خرڅ کړي دي. د افغان مظلوم ولس له کلونو څخه د دوستم د محکمې په انتظار وه خو د سزا ورکولو پر ځای لاندې لقبونه ورکول کېده:ډاکټر نجيب دوستم له عادي سربازۍ څخه جنرالۍ ته و رسوی.صبغت الله مجددي د خالد بن ولید لقب ورکړ.برهان الدين رباني ورته د زوی لقب ورکړ.حامد کرزي د ستر جنرال په لقب ونازوه.اشرف غني اول لومړی مرستیال او بيا يې د مارشالۍ په رتبې ونازوی.خو کله چې د طالبانو حکومت راغلی نو د نورو وحشيانو، غلو او ظالمانو په شمول دی هم له ملکه وتښتېدی که نه طالبانو به ضرور محکمې ته راکشوی او د زرګونو بې ګناه افغانانو د قتل، جنسي تيريو او هر وحشت حساب به يې ترې اخيستی. پای