امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سمندري ځواک یوه «اېف-۱۸» جنګي الوتکه د تمریناتو پر مهال د ویرجینیا ایالت ساحل ته نږدې لوېدلې ده.

ویل شوي، د الوتکې پیلوټ د فراشوټ په مرسته ځان له الوتکې ایستلی او د مرستندویه ډلو له خوا ژغورل شوی دی.

د «سي‌بي‌اېس» تلویزیوني شبکې د راپور له‌مخې، دا په تېرو لسو میاشتو کې شپږمه «اېف‌-۱۸» الوتکه ده، چې د امریکا سمندري ځواک یې له لاسه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version