عدليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ياد وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو يواځې تېره مياشت په غور، ميدان وردګ، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې څلور دېرش زره اتلس (۳۴۰۱۸) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

عدليې وزارت زياتوي چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په ميدان وردګ ولایت کې موقعیت لري چې څوارلس زره اوه سوه شپږ څلوېښت (۱۴۷۴۶) جریبه ځمکه پکښې شامله ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې دوه سوه نهه پنځوس زره څلور سوه نهه شپېته (۲۵۹۴۶۹) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې پنځه سوه اوه شپېته زره اوه سوه دوه اتیا (۵۶۷۷۸۲) جریبه نوره ځمکه یې هم په ۳۳ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو سره سم د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر نظارت لاندې څېړل کېږي او غصب شوې ځمکې بېرته له غصب خلاصېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version