د هېواد د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د هغه هېواد د ټاپي کمپنۍ رئیس محمد مراد امانوف سره کتلي.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو له لخوا د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو پر وروستيو تياريو خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو وزير ترکمنستاني لوري ته په ډاگه کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل ليکې غځول د ا.ا.ا. په لومړيتوبونو کې دي او د افغانستان بېلابېلو ارگانونو د ټاپي پروژې اړوندې چارې بشپړې کړې دي.

مولوي امير خان متقي هيله څرگنده کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې عملي چارې پيل شي.

خبرپاڼه همدارنګه زياتوي: د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف هم وويل، چې ترکمنستان پخپله خاوره کې د افغانستان تر پولې نل‌ليکه غځولې ده او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې هم د ټاپي نل‌ليکې د غځولو تيارۍ د بشپړېدو په حال کې دي او عملي چارې به ژر پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاپي پروژې د پيل په اړه خبرې او ليدنې زياتې شوي او هيله څرګندېږي چې ډېر ژر به د سيمې په کچه د تر ټولو سترې ګاز نل ليکې دا پروژه پيل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version