د کابل فتحې د مکې مکرمې د فتحې په څېر یو خوږ بوی درلود، د مکې مکرمې د فتحې پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د ستر دښمن ابوسفیان کور د امن کور اعلان کړ او د مسلمانانو هر دښمن به چې د ابوسفیان په کور ننوتل هغوی به وبښل شول.

د کابل د فتحې پر مهال د امرالله صالح کور ته مجاهدین توظیف شول ترڅو یې د کور حفاظت وشي، د رباني په کور کې د شرابو المارۍ هم هماغسې خوندي پاتې شوې، چې بیا وروسته صلاح الدین رباني وویل چې ده خپل کور کوم سفارت ته په کرایه ورکړی.

د حامد کرزي کور او دفتر هماغسې فعاله پرېښودل شو، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې د فتحې سره د مکې مکرمې د سردارانو خاني او ملکي ور خرابه نه کړه.

کرزي د تېر تحریک په وړاندې وسلواله مبارزه وکړه او روزګان یې له طالبانو ونیوه، همدا ډول ګل اغا شیرزی په کندهار کې وجنګېده، پاچاخان ځدران په لویه پکتیا کې مقاومت وکړ، ظاهر قدیر په مشرقي کې د طالبانو په وړاندې ودرېده، مسلمیار خو له سید پهلوان سره باډیګارډ و او سید محمد پهلوان په ننګرهار کې یو عادي قومندان و، عبد الله عبدالله د شلو کلونو د جمهوریت نیم شریکوان وو.

دا ټول کسان او سرداران په کابل کې ناست دي، دفترونه یې خلاص دي، داخلي او خارجي مېلمانه یې په مېلمستونونو کې ښکته پورته کېږي؛ د ا.ا.ا یې د دفترونو او مېلمستونو خرچې هم پرېکوي، د هر یو د دفتر تر شا مجاهدین څوکۍ او پېری هم کوي.

د تېر جمهوریت اکثریت وکیلان هماغه محلي قومندانان وو چې د طالبانو پر وړاندې یې وسلوال مقاومت کړی، خو ټول په کابل کې ارامه، خوشحاله او خوندي ژوند لري.مسلمیار چې د نظام دریم کس و او علني یې د انس حقاني د اعدام غوښتنه کوله، مګر تر فتحې وروسته لومړنی سړی انس حقاني و چې د مسلمیار د درناوي په موخه د هغه کور ته ورغی.طالبانو د اسد په ٢٤مه یواځې کابل فتحه نه کړ، بلکې د لکونو میلیونونو افغانانو زړونه یې خپل کړل.

که چېرته کوم مجاهد د امیر د امر څخه سرغړونه کړې، سمدستي ټوپک ترې اخیستل شوی او زندان ته اچول شوی؛ د عمري عدالت تمثیل وي همداسې چې زندانونو ته سر ورښکاره کړﺉ تر نیمايي ډېر خپله مجاهدین زندانونو کې پراته وي.

اوس الحمدلله په افغانستان کې مجرم هیڅ استثنا نه لري، که هغه د نظام په بدنه کې وي یا له نظام څخه د باندې؛ او د نظام داخل سړی که جرم وکړي هم دنده له لاسه ورکوي او سزاء ګوري.

د طالبانو له نظم او دسپلین څخه معلومېږي چې دا ځل یې هم ازادي ګټلې او هم یې د دې ګټلې ازادۍ د ساتلو لپاره لوی فکرونه له ځان سره راوړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version