د راپورونو لهمخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې راتلونکې جمعه به له خپل روسي سیال ولادیمير پوتین سره په الاسکا کې وګوري.
ټرمپ ویلي چې ښکېل اړخونه، د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون د یوه اوربند هوکړې ته نږدې دي، چې کولی شي درې نیم کلنه جګړه پایته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې څو ورځې وړاندې روسیې ته د اوکراین جګړې د پایته رسولو لپاره ۱۲ ورځنی ضربالاجل ټاکلی.