د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي ګواښونو له امله خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې په متحده عربي اماراتو کې اسرائیلي ملکیتونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې صهیونیستي رژیم په دغه هېواد کې خپل سفارت تخلیه کړ او له صهیونیستي اتباعو یې وغوښتل، چې له دغه هېواد څخه ووځي.
د یادونې ده، چې د متحده عربي اماراتو حکومت تر دې مهاله د اسرائیلو او امریکا دې خبرداریو ته کوم غبرګون نهدی ښودلی.