د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې، چې د ناټو د اروپايي ځواکونو د لوړې قومندې مشر به لا هم یو امریکايي جنرال وي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا پرېکړه د ناټو عمومي منشي «مارک روټه» ته په شخصي ډول وړاندې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې موقف لپاره به جنرال الیکسس ګرينکويچ ټاکل کېږي چې د اوسني جنرال کریسټوفر کاولي ځای ناستی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version