نيويارک ټايمز د خپل خبريال «ډيويډ انريچ» له قوله خبر ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه اجرايوي فرمان په صادرولو سره امريکا غږ، ازادۍ او فردا راډيوګانې تړلي او د يادو راډيوګانو ټول کارکوونکي یې په اجباري رخصتۍ لېږلي.
سرچينه زياتوي چې د امريکا غږ دوه خبريالانو ورته ويلي:«موږ ټولو کارکوونکو ته په يو وخت ایمیلونه ولېږل شول، چې تاسې سر له همدې شېبې په رخصت کې ياست او له کومه ځايه چې موږ پوهېږو دا کار په ښکاره توګه د دې راډيوګانو د تړلو په معنا ده».
دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې ډونالډ ټرمپ د امريکا حکومت د بیوروکراسۍ د کمولو لپاره اجرايوي فرمان صادر کړ او له دې فرمان وروسته د امريکا د نړيوالو رسنيو سازمان يا (USAGM) د امریکاغږ، ازادۍ او فردا راډيو ګانو مالي تمویل بند کړ او دا راډيوګانې رسماً وتړل شوې.
ياده دې وي چې د ټرمپ له لوري د بهرنیو مرستو په بندولو کې هغه رسنۍ هم شاملې دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او يا نورو استخباراتي ادارو له لوري تمويلېږي، چې په دې لړ کې د افغانستان انټرنشنل، امو، اې بي اېن او نورو رسنيو بودیجې د پام وړ کمې شوي او ښايي ډېر ژر یې دروازې وتړل شي.