د القاعدې اسلامي تنظیم پوځي څانګې «جماعة نصرة الاسلام والمسلمین» ځواکونو د بورکینیافاسو په شمال لانفيلا سیمه کې لس تنه حکومتي پوځیان وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د القاعدې تنظیم د پوځي څانګې ځواکونو دغه راز په دې برید کې ۵ عرادې موټر، يوه ډرون الوتکه، ۶۰ میله کلاشنکوفونه او ۲۲ عرادې موټرسایکلونه هم ترلاسه کړي دي.
د القاعدې تنظیم پوځي څانګې دغه راز ویلي چې، ځواکونو یې د جګړې په سیمه کې ۲۲ عرادې پوځي موټر لهمنځه وړي دي.