د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که تهران خپل اټومي پرواګرام هوکړې ته تر رسېدو وړاندې پراختیا ورکړي، بیا به پرې برید وکړي او له منځه به یې یوسي.

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې پخوا نړۍ له ایران څخه په ویره کې وه، خو دا ویره نور له منځه تللې‌.

نوموړي زیاته کړې، چې که تهران وړاندې هوکړې ته غاړه ایښې وای، له دومره لویې ویجاړۍ سره به مخامخ نه و.

ټرمپ ویلي، ممکن ایران بیا خپل اټومي فعالیتونه پیل کړي خو د ده په ټکو دا ډېر وخت ته اړتیا لري، چې پخواني حالت ته ورسېږي، او که ورسېږي هم بیا به پرې برید وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version