د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس، حافظ ضیاء احمد تکل رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د ایران په کوربه‌توب راتلونکې سیمه‌ییزه غونډه‌ کې ګډون نه کوي.

ښاغلي تکل ویلي، چې دې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته هم بلنه ورکړل شوې؛ خو ا.ا پکې ګډون نه کوي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان اوسمهال د شته سیمه‌ییزو فارمټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دغه برخه کې یې ښه پرمختګ هم کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version