پاکستاني خبریال او شنونکي عادل راجا تازه د دغه هېواد د پوځ پر مشر عاصم منیر نیوکې کړي او ویلي دي چې د نوموړي حرص د پاکستان برخلیک مبهم لوري ته بېولی دی.

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي: «د عاصم منیر مستري د ډالرو لوږې او د واک حرص پاکستان داسې ځای ته رسولی، چې نه یې له کوم ګاونډي هېواد سره اړیکې ښې دي او نه هم هېواد په امن دی.»

عادل راجا دا هم ویلی، چې پاکستاني عسکر او بې ګناه خلک ورځ په ورځ مري؛ خو د عاصم منیر وحشت نه ختمېږي او په خبره یې ټوله نړۍ پاکستان د امریکا لاسپوڅی ګڼي.

نوموړي وړاندې عاصم منیر له دجال سره تشبیه کړی او د پاکستان خلکو ته یې سپارښتنه کړې د نوموړي لخوا دوکه نه شي.

دې مشهور پاکستاني خبریال له دغه هېواد سره د پخوانیو پوځي افسرانو او جنرالانو خیانتونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دی به هېواد (پاکستان) اور ته وغورځوي او خپله به د پخوانیو په څېر اروپا ته وتښتي.

عادل راجا د پاکستان پر خلکو غږ کړی، چې د عاصم منیر پر وړاندې راووځي، کنه د ده په خبره: «د تباهۍ او بربادۍ لپاره تیار شئ!»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version