د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ځواکونو یې د بنو ولایت په بکاخېل ولسوالۍ کې ډیم ته نږدې د پاکستاني عسکرو پر يوې پوستې د ليزر ټوپک او نورو درنو وسلو په مټ برید کړی چې په پايله کې یې یوشمېر پاکستاني عسکر مړه او ټپيان شوي.
ياد غورځنګ زياته کړې چې له بل لوري یې ځواکونو د همدې تر برید لاندې عسکرو د مرستې لپاره را روان څلور پوځي موټر د بکاخېل مندوی په سیمه کې د کمین ښکار کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۵ عسکر مړه او ټپيان شوي دي.