د پاکستان د طالبانو غورځنګ له خوا پشین کې د پاکستان د FC ځواک پر کمپ د ډلهییز برید وروستي جزئیات؛ کمپ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی او جګړه لا هم دوام لري.
د جګړې له ډګره وروستي جزئیات دا دي چې پاکستاني پوځیان یاد کمپ ته د ننوتلو کوښښ کوي خو لا هم پر دې نهدي توانېدلي چې کمپ ته ننوځي.
بل خوا د پاکستان د طالبانو غورځنګ ویلي چې په دغه برید کې تر دې دمه د دوی دوو ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده دې وي چې په دغه برید کې تر دې مهاله د اتو پوځیانو وژل کېدل تائید شوي خو د جګړې شدت ته په پام د لا ډېرې مرګژوبلې اټکل کېدای شي.