شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ ځایي سرچینې وايي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوازې د تیرې ورځې په اوږدو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ۱۹ جلا بریدونه کړي، چې له امله یې ۳۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.سرچینې زیاتوي، دا بریدونه په شمالي او جنوبي وزیرستان، چترال، باجوړ، دېره اسماعیل خان، کورمه او لکي مروت ولایتونو کې ترسره شوي دي. «په دغو بریدونو کې د پاکستاني پوځ وسایطو او اډو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.»د پاکستان پوځ او ځایي امنیتي ادارو تر دې مهاله د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ویلي.د یادونې ده چې، پاکستاني طالبانو له تېرو څو اونیو راهیسې د خیبر پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خپل بریدونه پراخ کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي: غني شوي یورانیم مونږ ته د خپلې خاورې په څېر ارزښتمن دي او هیڅ ځای ته به ونه لېږدول شي18 اپریل 2026