د پاکستان د طالبانو تحريک په خپلو رسنيزو ادرسونو خبر ورکوي چې د دوی ځواکونو د پاکستان د خيبر پښتونخوا په مومندو کې د پاکستاني پوځ په ( مومند رايفل) نومي کمپ فدايي برید کړی.

راپورونه وايي چې ياد فدايي برید نن سهار وختي څلور بجې د څو تنو طالبانو په مټ ترسره شوی چې کمپ ته له ننوتلو وروسته یې سمدلاسه بريد پيل کړی او لا هم دوام لري.

د راپورونو پر بنسټ طالبانو کمپ يوه برخه په خپل لاس کې اخيستې او ډېری نظامي تاسيساتو ته یې اور اچولی او چاودنې یې پکې ترسره کړي، د يادونې وړ ده چې د ياد بريد د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version