یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

د آزادۍ جبهې په نامه باغيانو چې خيالي جبهه يې جوړه کړې او د مقاومت چيغې وهي، تازه يې منشور خپور کړی.

د دوی په وينا چې د ا.ا ضد د جګړې دليلونه پېشوي؛ خو ټول منشور يې پر بله تللی او داسي هيڅ دليل ورسره نشته چې د ا.ا.ا مقابل جګړې او بغاوت ته پکې لاره جوړه کړي.

د تېر جمهوريت په څېر يې دې منشور کې هم صرف د کاغذ پر مخ څو جملې د ولس غولونې او تيرايستلو په پار ليکلي؛ په‌ دغه منشور کې هماغه د جمهوريت تکرار شوې جملې يې بيا ځلي تکرار کړي؛ کوم چې افغان ولس ته هيڅ د منلو نه وې او نه به يې هيڅکله ومني.

دوی په خپل منشور کې د علماوو او د اسلام د سپېڅلي دين هيڅ ياداوري نه ده کړې؛ ځکه دوی يواځې غواړي دلته غربي ډيموکراسي حاکمه وي خو افغان ولس همېش د خپلو علماوو تر شاه درېدلی او د ا.ا په څو ورځو کې د ټول افغانستان نيول هم د همدې ولس په مټ وو.

دا ځکه ولس له تېر جمهوريت، يرغلګرو، بمبارونو او وژنو څخه په تنګ راغلي او اسلامپال مبارزينو ته يې ښه راغلاست و وايه؛ سينه يې ورته خلاصه او اوس هم په پوره طاقت سره د افغانستان د اسلامي حکومت تر شاه ولاړ دي؛ افغان ولس مسلمانان دي او په هر قيمت سره به د اسلام دفاع کوي. په دغه منشور کې د آزادۍ جبهه زياتوي چې:«د طالبانو ډلې، دافغانستان د پوهني نظام ټول جوړښتونه او بشري ځواک د تاوتریخوالې او د طالبې بنسټ پالې ایدیالوژي د پراختیا چوپړ ته ور بللي او په دې توګه يی د هیواد ننۍ او د سبا ورځې نسلونه د ماغزو مینځلو او د نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو په مفتو عسکرو د بدلېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.»د دوی په وينا چې ديني زدکړې ترهګري ده او افغانستان مخ د ترهګرۍ د روزنې په طرف دی؛ دوی ته اسلامي نظام او ديني عالمان ټول ترهګر ښکاري او ديني زدکړې هم ترهګرۍ ته وده بولي.

دغه غربي مفکوره چې دوی ته غرب ورکړې؛ د غرب او دغه د غرب روزل شويو ډلو مطلب همغه پخوانی د اسلام کمزوري کول او ختمول دي؛ دوی اسلامي اصول ترهګري بولي، دوی هيڅ اسلام او وطن ته وفاداره نه دي، بلکې يواځينی هدف يې په دغسي لفظونو سره د غرب د پروژو عملي کول او د اسلام د سپیڅلي دين مخالفت ته رادانګل دي.

په دې منشور کې يواځې بې ځايه ادعاوې او تبليغاتو ور ها خوا هيڅ حقيقت نشته او نه يې هم کوم داسي مهمې نقطې ته اشاره کړې چې ګواکي په دې دليل سره دوی د ا.ا مخالفت او مقابل يې جګړه کوي.

دوی وايي چې افغانستان د نولسمې پېړۍ دويمې نيمايي څخه بيا د ولسي حکومت څښتن شوی نه دی؛ په وينا يې چې تېر شلو کلونو کې افغانستان کې ولسواکي راغله خو د ځينو مشکلاتو له وجې ړنګ شو.

تېر شل کلن يرغل چې يوه ورځ هم افغان وژنه نه وه پکې درېدلې، بمبارونه، وينه تويول، د افغان ولس په يوه و بل نامه وژل، افغان خاوره پر غرب خرڅول او د غلام حکومت له مشره تر کشره پوري د هرې څوکۍ انتخاب يې د امريکا وو، د امريکايي طيارو بمبار، بمونه پر بې ګناه ولس اورېدل او پوره غلامي دوی ته ولسواکي ښکارېده.

خو اوس چې افغانانو په آزادۍ کې د آرام ساه اخيستې؛ امن، سوله او پرمختګ دوی ته آزادي نه ښکاري او د آزادۍ د جبهې په نامه د بغاوت چيغې تر خوله باسي؛ دا په داسي داسي حالت کې چې داخل د افغانستان کې دغه ډلې بيخي شتون نه لري؛ بهر هېوادونو کې ناست او يواځې يې تبليغاتي ډګر کې غږونه اورېدل کېږي.

دوی په دې منشور کې د افغانستان د قومونو د اتحاد خبره کړې او پر ا.ا يې د تعصب خپرولو تهمت تړلی؛ دا ټول افغان ولس ته ښه معلومه ده چې همدغه لنډغر او د جمهوريتيانو په نامه خاينان وو چې د ولس په وينو يې تجارت کاوه او ولس کې تعصب خپرول يې کار او بيرته له دې تعصب څخه په کار اخيستنې همدا افغان ولس د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالاوه.

همدوی وو چې په ولس کې يې د تاجک، ازبک، هزاره او نور قومي و ژبنی تعصب خپراوه او بيا به يې د قوم و ژبې د مشرتوب په نامه له بهرنيانو څخه پيسې اخيستې.

يوه به ويل زه افغان نه يم، بل به ويل تاجک افغان دی، بل به هزاره پسې تبليغات کول او د افغانستان په ټولو قومونو کې يې تفرقه اچولې وه؛ همدوی وو چې د تعصب په خپرولو سره يې د غرب پروژې خپرولې خو نن پر ا.ا د تعصب ټاپه وهي؛ هغه هم په داسي حالت کې چې د افغانستان ټول قومونه په يوه اتحاد شوي او له جنوب څخه تر شماله ټول افغان ولس يواځې ځان مسلمان او افغان بولي.

اوس په افغانستان کې قومپرستي او تعصب ختم شوی، ټول قومونه د ا.ا تر شاه په يوه اتحاد درېدلي ځکه په تېرو دريو کلونو کې د ا.ا مخالفين هيڅ نظامي پرمختګ نه دی کړی؛ ولي چې افغان ولس اوس دوی پېژندلي او د دوی په دروغجنو شعارونو نه دوکه کېږي، افغان ولس اوس د تعصب په نوم څه شی نه پېژني او د دغو ډلو وسله همدا تعصب وو.

دوی په خپل منشور کې زياتوي چې د طالبانو بربريت او د قانون نه شتون، نا عادلانه نظام، د تاوتريخوالي پراخوالی، جنسي او قومي تبعيض په وجه د آزادۍ جبهه مقاومت کوي.

افغان ټولنه مسلمانه ده او د اسلام سپېڅلي دين لپاره يې همېش قربانۍ ورکړي او لا هم په هر قيمت سره د اسلام د سپېڅلي دين دفاع کې ولاړ دي؛ دغه د آزادۍ په نوم جبهې ته اسلام د بربريت نظام ښکاري او اسلامي نظام ورته هيڅ قانون نه ښکاري؛ افغان ولس ته هيڅکله هغه غربي ډيموکراسي نه د منلو وه او نه به يې هم ومني.

د ا.ا په راتګ سره سوله او سرتاسري امن راغلی، هيڅ امنيتي پيښې نه لرو؛ دغه د شر او فساد ډلې کوښښ کوي چې امن خراب کړي اما توانېدلي نه دي خو په خپل منشور کې وايي چې تاوتريخوالی پر زياتېدو دی.

د اسلامي قانون له مخې عدل او د ا.ا قضايي ارګانونه پر مخ روان دي، د هر افغان حقوق ورکول شوی او هيڅوک نه شي کولای چې د چا حقوق سلب کړي.

په اوسني نظام کې د هر قوم او هرې سيمې مشران شتون لري خو د دغې جبهې په وينا چې ناسم وېش د واک شوی؛ دوی ځکه داسي وايي چې هغه غله او خاينان چې غرب د يرغل وخت کې واک ته و رسول او لاسونه يې د افغانانو په وينو سره دي هغوی ته واک نه دی ورکول شوی؛ افغان ولس هر وخت پر حاکم اسلامي نظام غږ کړی چې تېر په فساد ککړ چارواکي بايد نظام ته داخل نه شي.

دوی دغه بغاوت او تاوتريخوالي ته افغان ولس د همدې غربي پروژو د عملي کولو، کورنۍ جګړې ته د لارې پرانيستلو او بيا د افغان ولس په وينو تجارت ته لاره جوړولو لپاره کوي؛ داسي بې ځايه ادعاوې يې کړي چې اوس يو افغان ماشوم هم پرې پوهېږي چې دروغ وايي او يواځې په دغسي خبرو سره غواړي افغان ولس وغولوي.

اسلامي اصول دوی ته جنسي تبعيض ښکاري، د دوی په وينا چې بايد غربي ډيموکراسي حاکمه وي او د تېر جمهوريت په څېر افغانستان کې عياشي وي؛ د ښځو د حقوق غم له دوی سره نشته بلکې د تېر جمهوريت په څېر عياشي او غربي ډيموکراسي ته د ښځو د حقوق په نامه لاره جوړوي.

دوی په دې منشور کې زياتوي چې طالبان پر واک وي نو په افغانستان کې به مافيايي کړۍ او تاوتريخوالی پر زياتېدو وي؛ نه يواځې افغان ولس بلکې ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې افغانستان کې زورواکي ختمه شوې، مافيايي کړۍ ختمې شوي او هيڅ زورواکي شتون نه لري، په افغانستان کې سرتاسري او مرکزي نظام حاکم شوی او د يوه آمر اطاعت له مشره تر کشره ټول د اسلامي حکومت غړي کوي. دا د شر او فساد ډله په خپل ناقص منشور کې زياتوي چې (د نړۍ د استخباراتي لوبو ډګر به افغانستان وي).

عجيبه خو دا ده چې په تېر جمهوريت کې د نړۍ د هر جاسوسي سازمان جاسوسانو افغانستان کې شتون درلودی؛ د ډېرو هېوادونو پوځونه دلته په جګړه بوخت وو او هر يو سفارت به د افغانستان د يوې سيمې مشرې پر غاړه درلوده؛ ټانک و طيارې پردۍ، امرونه له غرب څخه ورته راتلل، مشران و کشران هغوی ورته ټاکل، د افغانانو قتل عام شروع وو؛ د طالبانو په راتګ سره ټول بهرني ځواکونه ولاړه، ټول جاسوسي سازمانونه ولاړه او اوس په افغانستان کې هيڅ پردی طابعيت لرونکی بهرنی شتون نه لري، نه کومه ډله، نه کوم حزب په يوه و بل نامه شتون لري او نه هم چاته د تخريب او د پرديو د جاسوسۍ اجازه ورکول کېږي؛ بلکې خپلواکي ده.اوس افغانستان خومختاره او داخلي و بهرنۍ پاليسي يې خپلواکه ده، واک د افغانانو په خپل لاس کې دی خو دوی وايي چې افغانستان د پرديو استخباراتي کړيو په لومه کې راګير دی.

اصل کې دغه جبهه او نړيوال همدا غواړي چې افغانستان بياځلي د پرديو استخباراتي لوبو په ډګر بدل شي کوم چې طالبانو له دغو استخباراتي کړيو څخه افغانان آزاد کړل.

دوی عجيبه دوه مخي کوي، کردار کې د پرديو غلامان، د افغانانو قاتلان، د افغانستان د سپېڅلې خاورې خرڅوونکي دي اما شعارونه د وطن دوستۍ ورکوي؛ دا ځکه په دغسي شعارونو غواړي افغان ولس دوکه کړي.

دوی په خپل منشور کې زياتوي چې موږ د افغانستان د همسايه هېوادونو او نړۍ سره په تماس کې کېږو چې د طالبانو سره تعامل ونه کړي؛ په وينا يې چې افغانستان به بيا هيڅ هېواد ته خطر نه وي.

دا چې د سيمې هېوادونو درک کړې چې افغانستان د اصيلو افغانانو لاس کې دی ځکه ورسره اکثريتو تعامل کړی، يو و بل ته متقابل احترام او دوه اړخيزې سياسي او اقتصادي خپلواکې اړيکې لري؛ د تېر جمهوريت په شان نه لکه اوس يې دغه د آزادۍ جبهه غواړي؛ ځکه مخکې به د دوی اړيکې د غلام و د بادار په شکل وې، چا به ايران، چا به پاکستان و تاجکستان ته جاسوسي کوله؛ همدغسي غرب، يهودو ته غلامي دوی ته اړيکې ښکارېدې خو د ا.ا آزادانه او خپلواکې اړيکې دوی ته د زغم نه دي.

نړيوالو هم دغه د آزادۍ د جبهې په نامه غلامان ښه پېژندلي او هيڅکله به خبرې ورسره ونه کړي او نه هم دغسي غلامان د افغانانو استازيتوب کولای شي چې دا ټولې نړۍ، ګاونډيانو درک کړې او ا.ا د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې لري.

دغه د آزادۍ جبهه چې پرديو استخباراتي سازمانونو ته د يرغل دعوت ورکوي او ورته وايي چې راشئ پر افغانستان يرغل وکړئ! موږ به ستاسو سره د افغانستان يرغمل ساتلو او د افغانانو قتل عام ته د تېر په څېر ولاړ يو.

دوی چې پردي يرغل ته کار کوي خو نوم د آزادۍ ورکوي دا څه عجيبه نه ده! ځکه دوی همېش ولس په دغسي دروغجنو شعارونو غولولی دی اما نور به د دوی په دغه کاذبو شعارونو ولس نه تېروځي.

په تېر شل کلن يرغل کې روزل شوي د يرغلکرو د لاس نانځکې اوس د آزادۍ شعارونه زمزمه کوي؛ دوی ته اوس ډالر نه رسېږي، دوی اوس جعلي واک کې نه دي ځکه يې پر افغانانو دغه امن، اسلامي نظام او سوله نه ده پېرزو؛ دوی غواړي بيا ځلي د افغانانو په وينو تجارت وکړي، وژل کېږي به افغانان خو پر سر به يې دوی ډالر اخلي.

ولسه!

د دغو ډلو په کاذبو شعارونو مه تېروځه! دوی همغه لنډغر، خاينان، قاتلان او غله دي چې شل کلونه يې د يرغلګرو سره يو ځای د افغانانو قتل عام کړئ؛ دوی همغه پر امريکايي ټانک سپاره راغلي قاتلين دي؛ اوس چې افغانستان آزاد شو دوی د غرب او نړيوالو جاسوسي سازمانونو په لمسون بيا ځلي غواړي افغانستان د پرديو جګړو په ډګر تبديل کړي، دوی بيا ځلي غواړي افغانستان د پرديو استخباراتي سازمانونو د پروژو د عملي کولو په ډګر بدل کړي، دوی غواړي بيا ځلي دلته د بمونو مور پر افغان ولس استعمال کړي او بياځلي ټوپک سالاري جوړه او وطن وران کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version