پاکستاني طالبانو پرون شپه د روان کال لپاره د الخندق په نوم د عملياتو له اعلان سره سم د پاکستان حکومت په بېلابېلو امنيتي ادارو پراخ بريدونه پيل کړل، چې لومړی هغه یې تېر ماښام د جنوبي پنجاب په لاهور ضلعه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عسکرو په قطار سرتېری برید وو،چې په پايله کې یې عسکرو ته درنه ځاني او مالي مرګ ژوبله واړوله.

دغه راز پاکستاني طالبانو د چترال ولايت په دروش ولسوالۍ او د اورکزو ولایت په ډبوري‌ سيمه کې د پوليسو په پوستو د لايزر ټوپک پر مټ بريدونه کړي چې پکې یې څلور عسکر هلاک او ګڼ شمېر نور ټپيان کړي دي.

د معلوماتو له مخې د شمالي وزيرستان په شېوې، د بنو ولايت په غوريواله او ککې، د مومندو ولايت په صافو، د پېښور ولايت شېرکري‌ حسن خېل، او د لکي مروت ولايت په نورنګ ولسواليو کې هم پاکستاني طالبانو په بېلابېلو پوستو او پوځي موټرو بريدونه کړي او لسګونه عسکرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې.

پاکستاني طالبانو همدا راز نن په کرمه، جنوبي وزيرستان، مردان، باجوړ، مکران، خيبر، ټانک، اورکزو، او چترال ولايتونو کې هم په ګڼ شمېر پوستو بريدونه کړي، چې تر ټولو ډېر یې د شمالي وزيرستان په ولسواليو کې د لسګونه امنيتي پوستو او موټرو په نښه کول دي؛ چې په پايله کې یې لسګونه عسکر هلاک، ټپيان او وسايط یې تخريب شوي.

د الخندق عملياتو ننۍ لومړۍ ورځ د پاکستاني طالبانو لپاره د بريا او پاکستاني حکومت لپاره د سترې ناکامۍ ورځ ګڼلی شو، چې تر اوسه پکې په ۳۰ شاوخوا بريدونو کې لسګونه پاکستاني پوليس او عسکر هلاک شوي او ټپيان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version