په جګړو کې حصار او وروسته پاتې هېوادونه، د پرديو جګړو او سیاستونو قربانیان، له اقتصادي ستونزو سره مخ، فقر او بې وزلۍ ځپلي قومونه، له تعلیم څخه بې برخې، له نړۍ سره له موازي مزل څخه راګرځول شوي اقشار، د شرقي او غربي بلاک ترمنځ دل شوي هېوادونه یا درېیمه نړۍ شتون لري، له دې جملې څخه چې هر هېواد د وتلو کوښښ کوي، مستقل حکومت جوړوي، خپل اقتصاد په پښو درول وغواړي، خپل قومونه متحد کړي، د تعلیم په سلسه کې له خپل دین او دود سره مطابق خپل نصاب جوړول وغواړي او داسې نور په سلګونو او زرګونو پرمختګونه او کړنې ترسره کول وغواړي، نه ورته پرېښودل کېږي.

یو د هغه هېوادونو له جملې څخه افغانستان هم دی، افغانستان چې هر ځل د پرمختګ په لور ګامونه اخیستي، د نړۍ د یو زبرځواک له لوري تر اشغال لاندې راغلی دی او هر څه يې له خاورو سره برابر کړي دي، لسیزې، لسیزې یې په وژنو، جګړو او ورانولو اقدام شوی دی، د بیا رغونې تر عنوان لاندې بیا نړول شوی؛ له ٢٠٠١م څخه تر ٢٠٢١م پورې، امریکا او ناټو شل کاله د دې هېواد په ورانولو کې تېر کړل، نه په بیا رغونه کې.

افغانستان له بهرني اشغال، بهرنيو مداخلو او بهرنۍ اتکاء څخه راوتلی دی، د هېواد بشپړه جغرافيه له یوه آدرس (مرکزي نظام) څخه کنټرولېږي، په ټول هېواد کې هیڅ نامسؤله وسلواله ډله شتون نه لري، له هېواد څخه بل هېڅ هېواد ته ضرر نه دی رسېدلی. دلته چې د امریکا له لوري هر څه صفر ته ښکته شوي وو، اوس يو ځل بیا د پرمختګ په لوري ګامونه اخلي، تعلیم، اقتصاد او زراعت په خپلو پښو درېږي.

په نړۍوالو رسنیو کې د ښځو د حقونو مسئله وخت نا وخت د دې لپاره کارول کېږي، چې زموږ هېواد، فرهنګ، یا دین بدنام کړي، یا د نظام بد تصویر وړاندې کړي. ځینې هېوادونه، ډلې او اشخاص دا موضوع د نورو حکومتونو د کمزوري کولو، د بندیزونو د توجیې، یا قصداً د یو حکومت د انزوا لوري ته د کشولو او یا د نورو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کوي.

له کومه چې افغانستان د نوي حکومت کوربه شوی دی، بیا دلته ښځه داسې نه ده بې عزته شوې، لکه د ګڼ شمېر غربي هېوادونو په سړکونو او واټونو کې چې له بې عزتۍ سره مخ کېږي، دلته بیا نه په کومه چاپه کې ښځه سر توره شوې ده، نه د کومې مور زوی د هغې د سترګو په وړاندې په دار ځړول شوی دی، نه د کومې ښځې خاوند د هغې د سترګو پر وړاندې په ډزو وژل شوی دی، نه د جنسي ځورونو قضیې شتون لري؛ د ښځو د حقونو تر عنوان لاندې چې کومه حربه په کار اچول شوې ده، په حقیقت کې د افغاني ټولنې د واقعیتونو پر وړاندې عارفانه تجاهل بلل کېدای شي.

د ښځو د تعلیم ټیټه کچه او د سیاسي شعور کمښت د دې لامل کېږي، چې دوی د سیاسي او تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شي، همدا راز دا چې په سرپرست حکومت کې سترې نیمګړتیاوې شتون نه لري، نو هر ځل نړۍوال کوښښ کوي، چې د خپلو شومو اهدافو د تحقق لپاره د ښځو له مسئلې د ابزار په توګه استفاده وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version