د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د خپلې محکمې د پرېکړې له‌مخې د منظور ولد حسن په نوم د پاکستاني پوځ یو جاسوس وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، یاد جاسوس د جنوبي پنجاب د خاني‌وال ولسوالۍ اوسېدونکی، چې تازه د پاکستاني طالبانو غورځنګ د محکمې د پرېکړې له‌مخې په دېره غازي خان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، وژل شوی جاسوس د پاکستاني طالبانو پر وړاندې په ګڼو عملیاتو او د جاسوسۍ په فعاليتونو کې ښکېل و.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبان دا مهال په جنوبي پنجاب کې پیاوړی پوځي حضور لري او وخت نا وخت پر پاکستاني ځواکونو مرګوني بریدونه هم ترسره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version