هندوکش غږ ته ځايي سرچينې وايي، چې نن سهار اته بجې او لس دقیقې، پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان ولایت د میرعلي ولسوالۍ په شیراتله بوبلې سیمه کې زارماري پټرول پمپ ته نږدې د پوځ ۷ موټریز قطار ته کمین ورکړی، چې په ترڅ کې یې ۹ پوځي عسکر مړه او یوولس نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په خبره، په کمين کې همدا راز یو عراده پوځي موټر هم د راکټ په وسیله په نښه او په بشپړ ډول وسوځېده.
ياده دې وي چې، پاکستاني طالبانو همدارنګه نن د خيبر ولايت په باړې ولسوالۍ کې هم د يوه کمين په ترڅ کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.