له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تېره ورځ په مومندو ایجنسۍ کې په ځوابي برید کې څلور پاکستاني پوځیان هلاکت ته رسولي او درې نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.

د سرچینې په وینا، پوځیانو په یاده سیمه کې پر پاکستاني طالبانو چاپه ووهله، چې له سخت ځوابي برید سره مخ شول او یاده مرګ‌ژوبله ور واوښته.

د یادونې وړ ده چې، پاکستاني طالبانو همدا نن ورځ د الخندق عملیاتو پر دوام کرمه کې هم پوځي کاروان ته کمین ورکړی او درنه مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version