د پاکستاني طالبانو غورځنګ له رسنیز ادرس څخه د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې د یاد غورځنګ ځواکونو د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر حدي مارکېټ پوځي پوستې برید کړی چې له‌امله یې دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې د یاد غورځنګ ځواکونو په یو بل برید کې د پنجاب ولایت په اسلام اباد کې پر «سپیکټر ای ناین» پوستې لاسي بمونه غورځولي او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ په پاکستان کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړې او په تېرو څو ورځو کې یې د پاکستان د پوځ او پولیسو ګڼ شمېر پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version