د خوست ولايت مقام وايي تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستاني پوځ له لوري د خوست ولایت علیشیرو ولسوالۍ اړوند، د فرضي کرښې دې غاړې دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب ته د هاوانونو مرمۍ وويشتل شوې چې افغان دفاعي ځواکونو یې کلک ځواب ویلی دی او د سپکو او درنو وسلو پر مټ یې پر پوله له پولې هاخوا د پاکستاني لوري پوستې او مرکزونه په نښه کړي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم افغان دفاعي ځواکونو د پاکستان د بريد په ځواب کې تر ډيرونډ فرضي کرښې پورې غاړه د داعش ډلې او پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.