د پاکسان د طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونو یې څو ورځې وړاندې، د شمالي وزیرستان ولایت سپین وام ولسوالۍ سره تړوا لرونکی عطاءالرحمن ولد دوست محمد له نیولو وروسته نامعلومې سیمې ته انتقال کړی و، چې نن یې له څېړنو وروسته قصاص کړ.

د معلوماتو له مخې نوموړي له ۲۰۲۰ کال راهیسې د «FIA» لپاره جاسوسي کوله او دوی ته به یې د پاکستاني طالبانو اړوند معلومات ورکول، د شته معلوماتو له مخې نوموړي د پاکستاني طالبانو د یو شمېر غړو په «ترور» کې هم لاس درلود.

یاد غورځنګ یوځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی او غوښتنه یې ترې کړې چې خپل اولادونه دې له دا ډول کړنو څخه منع کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version