د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د پاکستان د استازي منير اکرم خبرو ته توند غبرګون ښودلی او د هغه دا ادعا یې چې ويلي دي، پاکستاني طالبان خپل فعاليتونه له افغانستان څخه پر مخ وړي، بې اساسه تور او تبليغاتي هڅه بللې ده.
ياد غورځنګ په اعلاميه کې دغه راز ويلي، چې دوی خپل فعاليتونه پاکستان کې د مېشتو ولسونو په همکارۍ ترسره کوي او زياته کړې یې ده «الحمدلله مونږ د خپل دينداره ولس د همکارۍ او ملاتړ په مټ خپل مقدس جهاد ته دوام ورکړی او د همدې تلپاتې همکارۍ او ملاتړ نتيجه ده چې، د هېواد په لر او بر کې په ورځني ډول د امنيتي ادارو پر ضد ګڼ شمېر بريدونه ترسره کېږي».
ياده دې وي، چې د پاکستان حکومت او سیاسيون یې بار بار افغانستان د پاکستان د طالبانو غورځنګ ملاتړی بولي؛ خو تر اوسه یې خپله دا بې اساسه ادعا نه ده ثابته کړې او افغان حکومت بار بار په تاکيد سره ويلي چې، د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او بل چاته هم په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.