د ويانا غونډه يو ناکامه پروژه ده، هر ځل چې د سرپرست حکومت مخالفين خطر احساس کړي نو دغه غونډه جوړېږي او د جمهوريت اکثره بدنامه او منزوي څېرې د اتريش په ويانا ښار کې د يوې نوې لارې چارې موندلو لپاره سره راټوليږي.

تېر ځل د ويانا څلورمه غونډه د دوحې له درېیمې غونډې څخه يوه اونۍ مخکې جوړه شوه؛ هغه مهال جنګ سالاران د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډې ته د سرپرست حکومت د استازي په وربلل کېدو حيران شول او دا پېښه يې د ځان لپاره يو ستر د خطر زنګ وباله.

لکه څنګه چې تمه کېده د ويانا څلورمه غونډه، د سرپرست حکومت د مخالفينو لپاره له هيڅ ډول لاسته راوړنې پرته پاى ته ورسېده او د بې اعتباره کلمو پرته يې بل څه په لاس ور نه کړل.

د ځينو راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ويانا د کنفرانس پنځم پړاو له تېرې غونډې څخه په لږ وخت کې، د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د اتريش په پلازمېنه کې د سرپرست حکومت د لسګونه مخالفو جريانونو په ګډون جوړه شي.

د دې غونډې جوړېدل هم د څلورم پړاو په څېر، په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د سرپرست حکومت مخالفين له جدي ننګونو سره مخ شوي او د خپلو بې شماره هڅو سره سره يې د بهرنيو هېوادونو ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

د امريکا د ولسمشرۍ پر څوکۍ د ټرمپ له کېناستو وروسته د سړو ځوابونو او د سرپرست حکومت د مخالفينو شور او ځوږ ته د هغه نه پاملرنې د دې ډلو ټپلو ته نه جبرانېدونکي زيانونه ورسول او ټولې رنګينې هيلې يې ورته له خاورو سره خاورې کړې؛ داسې چې د دې جبهو په مشرانو کې د نا هیلۍ او سرگردانۍ يو ستره څپه راپورته شوه او هغوی يې د يوې نوې نقشې طرح کولو ته اړ کړل.

جالبه دا ده چې د دې بې بنسټه غونډې جوړونکو، د دې دورې د بحث موضوع «له طالبانو وروسته افغانستان» بللې ده؛ په داسې حال کې چې د جمهوريت له سقوط راهيسې دغه بدنامو تښتېدلو کسانو نه يوازې دا چې د ځان لپاره هيڅ ډول مشروعيت نه دی ترلاسه کړی، بلکې هيڅ يوه بهرني هېواد هم دوی حتی د يوې مهرې په توګه هم نه دي منلي.

«د سياسي جريانونو تر منځ سياسي وحدت» د ويانا د غونډې په دې پړاو کې د بحث وړ يوه بله کليدي موضوع ده؛ هغه موضوع چې په سمه توګه د دې جبهو او د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو تر منځ ستر درز په ډاګه کوي او په اتحاد او يو موټي کېدو کې يې ناتواني نړۍوالو ته په ډاګه کوي.

هغه نه حل کېدونکې ننګونه چې د افغانستان د کورنيو ورانوونکو جګړو له وخته پيل شوې، د جمهوريت په وخت کې يې دوام کړی او اوس هم چې دوی ټول د افغان ټولنې له خوا منزوي شوي دي، لا پاى ته نه ده رسېدلې. لکه څنګه چې له حالاتو څخه ښکاري، جنګ سالاران او د سیاسونو په نوم تښتېدلي کسان هيڅکله او تر هيڅ شرايطو لاندې سره متحد کېدای نشي.

بايد يادونه وشي چې دا غونډه به هم د ويانا د تېرو ناکامو دورو او نورو غونډو او ناستو په څېر، د دوی لپاره هيڅ لاسته راوړنه ونه لري او د مشروعيت ترلاسه کولو په لاره کې به له يوې بلې ناکامې هڅې پرته بل څه نه وي؛ ځکه اوس نه يوازې د افغانستان ملت، بلکې نړۍوال هم د سرپرست حکومت د مخالفينو په حقيقي ماهيت پوه شوي او هيڅکله به پر دوی باور ونه کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version