د اېکسپرېس د راپور له مخې، یوه ډله پولیس چې د ورځني پلټنې لپاره د لاهور مغلپوره سیمه کې یوې هټۍ ته ورغلي وو، د امنیت ټینګولو پر ځای، له هټۍ څخه یې نغدي پیسې غلا کړي. د هټۍ مالک ادعا کوي چې دغو پولیسو ۱۳۰ زره روپۍ د ده د هټۍ له داخل څخه اخیستي؛ وروسته یې ۵۵ زره روپۍ واپس کړي او ۷۵ زره روپۍ او څو بستې سیګرټ یې له ځانه سره اخیستي او د خپلې پوستې په لور تللي دي. د امنیتي کېمرو په ویډیوګانو کې هم دغه پېښه ثبت شوې ده.

د روڼتیا نړیوال سازمان د راپور پر اساس، د پاکستان پولیس د دې هېواد یو له تر ټولو فاسدو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. څېړنې ښیي چې ډېری پاکستاني وګړي د دغه هېواد پر پولیسو باور نه‌لري.

په وروستیو کلونو کې، د پاکستاني پولیسو او افسرانو په اړه د مختلفو جرمونو لکه غلا، اخاذۍ او رشوت اخېستو په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version