شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان پوځ متقاعد افسر، د چارو شنونکی او خبریال عادل راجا د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د داعش خراسان ډلې مشران لیدل شوي.نوموړي د باوري سرچینو له قوله زیاته کړې، چې د داعش خراسان اوسنی مشر شهاب المهاجر د پاکستان په بلوچستان ولایت کې مېشت شوی؛ خو په وینا یې شهاب المهاجر په دغه ایالت کې د داعش ډلې پر مرکز له برید وروسته خپل ځای بدل کړی دی.راجا پر خپل اېکس پاڼه د سرچینې له قوله چې نوم یې نهدی یاد کړی دا هم لیکلي، چې د داعش خراسان څانګې یو بل لوړ پوړی مشر، سلطان عزیز عزام هم په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په تیراه کې د یادې ډلې له کمپونو څخه د لیدنې پر مهال لیدل شوی دی.نوموړي زیاته کړې، سمدستي دغو راپورونو ته په کتو د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې «چې دا مهال یې پاکستان اداره کوي» د داعش خراسان د بیا را ژوندي کېدو په تړاو اندېښنې راپورته شوي.دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې لوړپوړو افغان چارواکو بلوچستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو خبرداری ورکړی او دا یې د افغانستان په شمول له سیمې هاخوا ټولې نړۍ ته ګواښ بللی دی.