پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کرېکټ لوبډلې پښتون لوبغاړی، نسیم شاه د پنجاب پر اعلی وزیرې، مریم نواز د نیوکې له امله دوه کروړه روپۍ جریمه شوی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ د نظم کمېټې تور پورې کړی، چې نسیم شاه د بورډ له اصولو سرغړونه کړې، چې له امله یې پر نوموړي دا مالي سزا لګول شوې ده.

نسیم شاه څو ورځې وړاندې د پاکستان سوپر لیګ پرانیستې مراسمو کې د مریم نواز د ګډون پر څرنګوالي نیوکه کړې وه.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي وو، چې «د پاکستاني کرېکټ بورډ له لوري ولې مریم نواز ته د ملکې په شان پروتوکول ورکول کېږي؟»

تر دې څرګندونو وروسته ګڼو پنجابي فعالانو دا هم ویلي وو، چې نسیم شاه په خټه افغان دی او باید له دې هېواد څه وویستل شي.

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version