د ایران د پوځ ویاند امیر سرتیپ اکرمينیا ویلي، ایران به د هر ډول تفاهم یا هوکړې د پلي کېدو پر مهال هم د خپل دفاعي ځواک پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې چې ایران په ډیپلوماټیک ډګر کې له خپلو استازو بشپړ ملاتړ کوي او د ډیپلوماسۍ ملاتړ د پوځي او سیاسي برخو ترمنځ د بشپړې همغږۍ په معنا دی.
د نوموړي په وینا، که مقابل لوری پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، ایران به په قاطعیت او بشپړ ځواک سره غبرګون وښي.


