محمد فیصل

له تیرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې لاریونونه راوان وو.دا لاریونونه د پاکستان له جوړیدو وروسته بې ساري وو.

زرګونه کشمیریان سړکونو ته راوتي او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.خو د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزو کې درې تنه ووژل سول او تر سلو نور ټپیان شول.

ولې لاریونونه؟کشمیر کې له تیر یو کال راهیسې د انفلاسیون او د قیمتونو د لوړیدو له امله نارضایتي موجوده وه.د کشمیر د خلکو عمده غوښتنې د غنمو او بریښنا د بیو ټیټول وو.کشمیر کې د پاکستان دویم او د نړۍ شپږم لوی ډیم موجود دی. منګله ډیم له زر میګا واټه ډیره بریښنا تولیدوي.

د ستونزو د حل له پاره یو دیرش کسیزه کمیټه جوړه شوې وه، څو د کشمیر خودمختاره ادارې سره خبرې وکړي، خو ځایي حکومت د کمیټې ټولې غوښتنې پوره نه کړای شوې او کشمیریان مجبور شول چې لارو کوڅو ته راووځي او خپل حقونه وغواړي.

د خلکو د غوښتنو نه پوره کول او سړکونو ته راوتل په تاوتریخوالي واوښتل.ځایي حکومت، چې د پاکستان د مرکزي حکومت تر ژور نفوذ لاندې دی، د کشمیریانو د جوړې شوې کمیټې ځینې مشران او عام خلک نیولي او بندیان کړي وو چې دې کار کشمیریان نور هم په قهر کړل او دواړو لورو په یو بل ډزې وکړې.د ډزو تبادله کې درې کشمیریان او یو پولیس وژل شوي دي.

ویشل شوی کشمیر چې هند او پاکستان دواړه پرې د بشپړ حاکمیت ادعا لري، یوه جنجالي سیمه ده چې هندي او پاکستاني دواړو خواوو په کې د خپل واک ساحو کې زیات امنیتي سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ځایي حکومت د لاریونوالو د ځپلو او ارامۍ له پاره اضافي سرتیري غوښتي وو چې دې کار هم کشمیریان پارولي وو.

وروستي راپورونه وایي چې حکومت د لاریونوالو ټولې غوښتنې منلي او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ۸۶ میلیونه ډالر مرسته هم ورسره اعلان کړې ده.

پاکستان؛ پښتانه، بلوچان او کشمیریاند پاکستان مرکزي حکومت کې تل د پنجاب تله درنه وي.

عام تاثر دا دی چې پنجاب د پاکستان د نورو ایالتونو د اوسیدونکو حقونه خوړلي او هغوی یې ځپلي او محروم کړي دي.

د پاکستان پوځ چې لویه برخه یې پنجابیان دي، د نورو قومونو د ټکولو بد تاریخ لري.

پوځ له دې وړاندې پښتانه په ځانګړي ډول قبایلي سیمه کې سخت وټکول او د ترهګرۍ په نوم یې پرې د تاریخ بدتریني نادودې وکړې.دغه راز، له لسیزو له بلوچانو سره ناوړه چلند کوي.

داسې ویل کیږي چې پوځ او پنجاب د نورو ایالتونو په مرۍ پښه ایښې او د هغوی مړۍ له ستوني ښکته کیدو ته نه پریږدي او د هغوی مړۍ هم دوی خوري.

خو د کشمیریانو دغې لنډې، خو بریالۍ حق غوښتنې وښوده چې نور محروم قومونه هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو کې که ژر نه وي، لږ وروسته بریالي کیدای شي او د حق ترلاسه کولو مبارزه یو وخت خامخا بریا ته رسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version