Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان: عمران خان او مېرمن یې د رشوت په اخیستو تورن ګڼل شوي
    سیمه

    پاکستان: عمران خان او مېرمن یې د رشوت په اخیستو تورن ګڼل شوي

    صابر افغانصابر افغان28 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د فساد ضد یوې محکمې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۷مه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې بشری بي بي په رسمې توګه تورن کړل، چې د واک پر وخت یې ځمکه د رشوت په توګه تر لاسه کړې وه.

    د فساد ضد محکمې دا پریکړه هغه زندان کې شوې چې ښاغلی خان د تېر کال اګست میاشتې راهیسې پکې د بډې اخیستو، دولتي محرمو اسنادو افشا کولو، جعلي واده او نورو قضیو کې د محکوم کېدو له امله شپې او ورځې تېروي.

    دا تازه راپورته شوې قضیه د هغې ځمکې اړوند ده چې ښاغلي خان او مېرمن یې پکې په ۲۰۱۸ کال کې د (القادر پوهنتون ټرسټ) په نامه خیریه سازمان جوړ کړی وو.

    دولتي څارنوالانو ادعا کړې چې د همدې پوهنتون د لارې له واکه غورځېدلی صدراعظم د مشهور پاکستاني سوداګر ملک ریاض حسین څخه ارزښت لرونکې ځمکه تر لاسه کړې او د یادې ځمکې په بدل کې عمران خان سوداګر ریاض حسین ته امتیاز ورکړی وو.

    په ټول پاکستان کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند دا پریکړه غندلې او ویلي دي چې د تور اورېدو وروسته ښاغلي خان او مېرمن یې ځانونه بې ګناه ګڼلي او دا تورونه یې “بیهوده” او احمقانه بللي دي.

    عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د فساد په څو نورو قضیو کې په ۱۴ کلونو بند تیرولو هم محکوم شوي دي، چې له زندانه د خلاصېدو په پار د انتظار شېبې شماري.

    مخکینۍ مقالهافغانستان؛ د غرب دوه مخیتوب او له فرېبه ډکې پالیسۍ!
    راتلونکي مقاله د کب لسمه، د دوحې توافقنامه د زبر ځواک د نظامي او حیثیتي شکست پیل

    مربوطه لیکنې

    هند کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د فتحې او خپلواکۍ کلیزه ولمانځل شوه

    18 اگست 2026

    د ایران رهبر شپږ لوړپوړي پوځي چارواکي پر نویو دندو وټاکل

    11 اگست 2026

    پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول

    5 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 19 اگست 2026

    د کورنيو چارو وزير، خليفه سراج الدين حقاني: زموږ دنده يواځې د ازادۍ د ورځې يادونه نه؛ بلکې د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ ساتنه، د ښه امنیت تأمین او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا ده

    د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني وایي، یوازې د آزادۍ ورځې یادونه بسنه نه…

    د قطر سفیر پنجشېر ته تللی او هلته یې د پانګونې او پراختیايي همکاریو په برخه کې چمتوالی ښودلی

    19 اگست 2026

    ټرمپ د کیم جونګ اون د لیدنې هڅې ګړندۍ کړې

    19 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنيو چارو وزير، خليفه سراج الدين حقاني: زموږ دنده يواځې د ازادۍ د ورځې يادونه نه؛ بلکې د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ ساتنه، د ښه امنیت تأمین او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا ده

    19 اگست 2026

    د قطر سفیر پنجشېر ته تللی او هلته یې د پانګونې او پراختیايي همکاریو په برخه کې چمتوالی ښودلی

    19 اگست 2026

    ټرمپ د کیم جونګ اون د لیدنې هڅې ګړندۍ کړې

    19 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،176 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،125 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،244 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.